د ملګرو ملتونو د مهاجرت له نړېوالې ورځې څخه یوه ورځ مخکې دغه سازمان یوه بیان خپور کړی او په کې ویل شوي چې؛ مهاجر انسانان دي، بشري حقونه لري، ناوړه چلند، استثمار او له شخړو څخه ځورنې یي باید دوام ونه کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمشنرۍ په بیان کې خبرداری ورکړی چې مهاجر باید د اقتصادی پراختیا د عناصرو په توګه استعمال نشي.
دوي دغه راز خبرداری ورکړی چې مهاجرو ته باید د بې اسري قربانیانو او اړو کسانو په سترګه ونه کتل شي.
د بشري حقونو عالي کمشنرۍ له دولتونو غوښتي چې؛ د نژادي تبعیض او له پردیو څخه د بیرې څرګندونې باید بندې کړي او هغو کسانو ته باید سزا ورکړي چې؛ د مهاجرو پرضد له تبعیض او شخړو کار اخلي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمشنري وایي، ټول مهاجر د هغوي له ادارې حالت پرته د نورو اتباعو په څير مساوي بشري حقونه لري.