پروان: د افغان پوځ درې سرتیري د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي

د پروان ولایت امنیتي مسوولین وایي، چې د افغان پوځ درې سرتیري یې د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.

د پروان امنیه قومندان عبدالرحمان سرجنګ نن ازادي راډیو ته وویل، دغو سرتیرو غوښتل د پوځ له یوه رینجر موټر څخه په استفاده 23 کېلو ګرامه هیروین کابل ته یوسي.

نوموړی وايي، دغه کسان له دې موادو سره یو ځای پر لویه لاره د تالاشۍ پر وخت نیول شوي.