جاپان یوه نوي ملي امنیتي ستراتیژي تصویب کړې ده

جاپان نن اعلان وکړ چې؛ یوه نوي ملي امنیتي ستراتیژي یي تصویب کړې او له چین سره د ځمکنۍ شخړې له امله یي خپله پوځي بودجه هم زیاته کړې ده.

د صدراعظم شینزو ابي کابینه سلا شوه چې؛ د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ به ۲۴۰ میلیارده ډالر مصرفوي او دا به په راتلونکو پنځو کلونو کې د پوځي بودجې په سلو کې پنځه زیاتوالی وي.

جاپان به بې پیلوټه الوتکې، جنګي الوتکې او هغه نقلیه وسیلې چې په اوبو او وچه کې فعالیت کوي، وپیري.

توکېو دغه راز پلان لري چې؛ یو نوی اوبتل جوړ کړي او د اوبو او وچې خاص ځواک هم سمبال کړي.

جاپان دغه راز غواړي د ملي امنیت داسې یوه شوری جوړه کړې چې یو لږ شمېر سیاست وال او بیروکراتان په کې زیات واک ولري.

جاپان دا کار د چین او شمالي کوریا د مخ په زیاتیدونکې طاقت د اندیښنو په مقابل کې کوي.