نجات ملي جبهه: که ولسمشر کرزی تړون لاسلیک نه کړي، نو نا امني به ډیرې شي

د حضرت صبغت الله مجددي په مشری د افغانستان د نجات ملي جبهه وايي، که ولسمشرکرزی د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک نه کړي، په دې هېواد کې به نا امنۍ ډیرې شي.

د دې جبهې منشي ذبیح الله مجددي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، د ولسمشر حامد کرزي له خوا د دې تړون نه لاسلیکول او ځنډ د ملي ګټو په زیان دي.

دې جبهې یو ځل بیا له ښاغلي کرزي وغوښتل چې؛ د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي همکاریو تړون ژر لاسلیک کړي.

حضرت صبغت الله مجددي چې؛ د دې تړون په اړه یې د مشورتي لويي جرګې مشري کوله، هغه وخت هم له افغان ولسمشر څخه غوښتي وه، چې دغه تړون ژر لاسلیک کړي.

خو ولسمشر کرزي بیا ویلي وه، چې دغه تړون به هغه وخت له امریکا سره لاسلیک کړي، چې امریکايي پوځیان د افغانانو پر کورونو عملیات بند کړي او دې هېواد ته سوله راولي.