اذربایجان: د انتخاباتو د یوه څارونکي بنسټ مشر نیول شوی

په اذربایجان کې د انتخاباتو د یوه څارونکي بنسټ مشر نیول شوی.

د ازادۍ راډیو خبریال له باکو څخه په راپور کې وايي چې؛ پولیسو انارمامدلي Anar Mammadli د مالیې د نه ورکولو او غیرقانوني تجارتي فعالیت په ګډون په څو تورونو نیولی او تحقیق ترې کوي.

ممدلي د انتخاباتو د څارنې او د ډیموکراسۍ د تحقیقاتي مرکز مشر دی.

دې مرکز سږ کال منی د اذربایجان پر انتخاباتو څارنه وکړه او د رايي ورکولو او د رایو د شمېر په بهیر کې د یو لړ سرغړونو خبر ورکړی و.

ممدلي په اذربایجان کې د مدني ټولنې له مخکښو غړو څخه دی.