د نړۍ د بوکس وهلو اتل ویتالي کلیچکو خپل WBC کمربند بېرته وسپاره

د نړۍ د بوکس وهلو اتل ویتالي کلیچکو خپل WBC کمربند چې د بوکس د نړېوالې اتلولۍ نښه ده پرون بېرته وسپاره او د متقاعد اتل لقب یې ترلاسه کړ. خو کلیچکو چې هرکله وغواړي بېرته د بوکس وهلو رېنګ ته راستنېدلای شي.

ویتالي کلیچکو چې د اوکراین له مخکښو سیاستوالو څخه دی او د بوکسنګ له نړېوالې شورا څخه یې هم د اتلولۍ لقب ترلاسه کړی، د اټکلونو له مخې ښايي بیا د بوکس په سیالیو کې ګډون ونه کړي.

نوموړی د اوکراین د حکومت پرضد د زرګونو اعتراض کوونکو په ډله کې دی.

ویتالي کلیچکو د نړۍ د بوکس د درانه وزن اتل دی چې تر اوسه یې څو نړېوال ویاړونه ترلاسه کړي دي.