امریکا د روسیې د لنډ واټن ویشتونکي توغندي په اړه سخته اندېښنه ښودلې

متحدوایالاتو د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته چې وايي، روسیې د لنډ واټن ویشتونکي توغندي له پولنډ او لیتوانیا سره د ګډ سرحد په اوږدو کې خپلو لویدیځو پولو ته لېږدولي سخته اندېښنه ښودلې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل، واشنګټن له مسکو څخه غوښتي چې سیمه دې نه بې ثباته کوي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ویاندې مري هرف وویل، واشنګټن په کالینینګراد کې د اسکندر په نوم توغندیو د ځای پرځای کولو له کبله له مسکو سره خپله اندېښنه شریکه کړې ده. د اسکندر توغندیو پرمختللې بڼه د پنځه سوه کیلومترو په واټن هدف ویشتلی شي.

پولنډ او د بالتیک سمندرګي د غاړې دریو هېوادونو پرون خبرداری ورکړ چې؛ دا توغندي به د دوی پولو ته نژدې ځای پرځای شي.

مسکو له اوږدې مودې راهیسې ګواښ کړی و، چې په اروپا کې به د متحدوایالاتو د توغندیو د پلان شوي دفاعي سیسټم په ځواب کې په کالینینګراد کې خپل توغندي ځای پرځای کړي.