د عراق په مرکز کې یوشمېر چاودنو نهه کسان ووژل او ۲۸ نور یې ټپیان کړل

د عراق په مرکز بغداد کې یو لړ چاودنو نن لږ تر لږه نهه کسان ووژل.

چارواکي وایي چې، یو موټربم د صدریه په سیمه کې د یوه مارکیټ د دروزاې مخې ته وچاودید؛ څلور تنه یې ووژل او یوولس نور یې ټپیان کړل. بله چاودنه د النهضة په سیمه کې د یوه بس له تمځي سره وشوه چې؛ درې تنه یې ووژل او اووه یې ژوبل کړل.

د بغداد په جنوب ختیځ کې د بایع په سیمه کې د موټرو په تمځي کې او د بغداد په ختیځ کې د حسینیه په سیمه کې چاودنو دوه ملکیان ووژل او لس یې ټپيان کړل.

د یکشنبې په ورځ وسله والو د تلویزیون یوه ښځینه ویانده "نورس النُعیمي" د عراق په شمال کې د موصل په ښار کې ووژله. دا په وروستیو میاشتو کې شپږم خبریال دی چې په عراق کې وژل کیږي.

په عراق کې د اسوشیېټډ پریس اژانس په وینا؛ د روانې میاشتې په ترڅ کې د بریدونو پر مهال د وژل شویو شمیر دوه سوه څوارلسو ته رسیدلی دی.