د چین هغې تحقیقاتي وسیلې چې سپوږمۍ ته استول شوې؛ خپل لومړني تصویرونه بېرته ځمکې ته را استولي دي.
د چین د شینهوا خبري اژانس د راپورله مخې له هغه ځایه چې استول شوې وسیله کښیناستلې، یو خوځنده ماشین د یکشنبې په شپه څو متره لیرې تللی او نژدې یوه دقیقه یې تصویرونه اخیستي دي.
دغه رنګه عکسونه بیرته ځمکې ته رااستول شوي دي.
د شینهوا د خبرله مخې د چین ولسمشرشي جین پینګ او صدراعظم لي کیکیانګ د پیکینګ د فضایي څیړنو د کنټرول په مرکز کې و؛ ترڅو د دغه پروګرام د مسوول خبرې واوري چې د چانګ ۳ ماموریت یې بریالی اعلان کړ.
دغه تحقیقاتي وسیله د شنبې په ورځ د سپوږمۍ پرسطح کښیناستلې. دا له نژدې څلویښتو کلونو وروسته لومړی ځل دی چې؛ یوه وسیله په سپوږمۍ کې کښیني.
چین له پخواني شوروي اتحاد او امریکا وروسته درېیم هېواد دی چې دغه ماموریت سرته رسوي.