په فیلیپین کې د یوه ترافیکي پېښې له امله ۲۲ تنه مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي دي

په فیلیپن کې د یوه بس د ټکر په پیښه کې لږترلږه ۲۲ کسان وژل شوي او۲۰ نورژوبل دي.

مسافروړونکی بس نن سهار د مانیلا په یوې لویه لاره کې له یوې لوړې څخه پریوه میني بوس راولوېد.

د پیښې له ځایه په اخیستل شویو تصویرونو کې د بس د وسپنې له ټوټو سره د خلکو د بدن ټوټې هم ښکاري.

تراوسه د ا نه ده معلومه چې؛ د دغې پیښې د رامنځ ته کېدو علت څه و؛ خو ویل کیږي چې د باران له امله لویه لاره لنده وه.