ولسمشر کرزی هند ته له څلور ورځني سفر وروسته کابل ته راستون شو

ولسمشرحامدکرزی هند ته له یوه څلورورځني سفر وروسته پرون ماښام کابل ته راستون شو.

د افغانستان جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې؛ ښاغلي کرزي پرون د خپل سفر په وروستۍ ورځ په پونه ښار کې د هند د نړیوالو اړیکو په اړه په یوه نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ.

پرون مازیګر افغان ولسمشر د پونې ښار د سیمبیوسېس Symbiosis په نړیوال پوهنتون کې په یوه کلتوري پروګرام کې برخه واخیسته چې سرلیک یې و، د تعلیم له لارې د راتلونکې تضمین.

د جمهوري ریاست خبرپاڼه زیاتوي چې ښاغلي کرزي په دې غونډه کې وینا وکړه او بیا یې د کابل او واشنګټن ترمینځ د امنیتي تړون، د راروانو انتخاباتو او همداراز په افغانستان کې د پانګونو په اړه د محصلینو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

سېمبوسېس پوهنتون د هند له معتبرو پوهنتونونو څخه دی چې اوس مهال د افغانستان او د نړۍ د څه باندې اتیا هېوادونو محصلین زده کړې پکې کوي او په پونې کې د څلورزره افغان محصلینو له ډلې څخه هم اکثر په همدې پوهنتون کې په لوړو زده کړو بوخت دي.