د عراق په شمال کې د یوه سیمه ییز ټلویزیون یوه نطاقه په ډزو وژل شوې

پولیس وايي چې، د عراق په شمال کې د یوه سیمه ییز ټلویزیون یوه نطاقه "نورس النوایمي" Nawras al-Nuaimi په ډزو وژل شوې ده.

د راپورونو له مخې دا په وروستیو څو میاشتو کې په عراق کې د ژورنالیستانو د وژلو پنځمه پېښه ده. نورس النوایمي د "الموصلیه" په نوم د یوه سیمه ییز ټلویزیون لپاره کار کاوه. دا په موصل کې خپل کور ته نژدې په ډزو وژل شوې ده. النوایمي د هغو لسګونو کسانو په ډله کې ده چې پرون د تشدد په پېښو کې ووژل شول.

راپورونه وايي چې د روانې ډسمپر میاشتې له پیل راهیسې لږترلږه دوه سوه او څوارلس کسان په عراق کې په بریدونو کې وژل شوي.