د لبنان پوځ په سرحد کې پر اسراییلي عسکرو ډزې کړي دي

د لبنان رسمي خبري آژانس خبر ورکړی چې؛ د لبنان پوځ پرون پر څو اسراییلي سرتېرو چې له ګډې پولې څخه اوښتي و، ډزې وکړې.

الجزیرې او العربیه ټلویزیوني چېنلونو راپور ورکړی چې؛ په نښته کې یو اسراییلی سرتېری وژل شوی؛ خو د دواړو هېوادونو له خوا د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د لبنان په جنوب کې د ملګروملتونو د سوله ساتي ځواک یوه ویاند "اندریا تېنېتي" Andrea Tenenti وویل چې؛ ملګرو ملتونو ته د "رس نقورا" سیمې په شاوخوا کې د یوې مهمې پېښې په اړه خبر ورکړل شوی او زیاته یې کړه، د ملګروملتونو سوله ساتي ځواکونه له لبناني او اسراییلي پوځونو سره په تماس کې دي او دواړه لوري همکاري کوي.

تراوسه روښانه نه ده چې؛ لبناني سرتېرو ولې ډزې کړي. له دې مخکې لبناني پوځیانو هغه مهال ډزې کړي چې؛ د دوی په وینا اسراییلي سرتېرو به سرحدي سیمو ته د ننوتو هڅه کوله.