د جرمني صدراعظمه غواړي یوه مېرمن د دفاع وزېرې په توګه وټاکي

په پام کې ده چې، د لومړي ځل لپاره یوه مېرمن د جرمني د دفاع د وزیرې په دنده وګومارل شي.

صدراعظمې انګېلامېرکل پرون تایید کړه چې؛ د اوو ماشومانو مور ۵۵ کلنه ډاکټره "اورزولا فونډر لیین" Ursula von der Leyen به د جرمني د دفاع نوې وزیره وي. مېرکل غواړي د صدراعظمې په توګه د کار په دریمه دوره کې د مالیې وزیر "ولفګنګ شاویوبلې" Wolfgang Schaeuble چې په یوروزون کې د بحران پرمهال یې د جرمني اقتصاد ښه اداره کړ، پر خپله دنده پرېږدي.

مېرمن مېرکل له کیڼ اړخو منځلارو سوسیال ډیموکراتانو سره د خپل محافظه کار ګوند له ایتلاف څخه جوړ پراخ ایتلاف کې د نوې کابینې بشپړ لېست پرون خپور کړ.

سوسیال دیموکراتانو ته به چې د مېرکل د صدارت په لومړۍ دوره کې ورسره ملګري و له شپاړسو وزارتخانو څخه شپږ ورسېږي.

د سوسیال دیموکرات ګوند فرانک والترشتاین مایر ته د بهرنیوچارو د وزیر دنده ورکړل شوې. نوموړی له ۲۰۰۵- تر ۲۰۰۹ کاله د مېرکل د صدارت په لومړۍ دوره کې هم د بهرنیوچارو وزیر و.