د ننګرهار په پچیراګام کې ۴ تنه امنیتي کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي

د ننګرهار ولایت په پچيراګام ولسوالۍ کې یوولس تنو امنيتي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقي وال ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې نن شاوخوا دوه بجې د پچير اګام ولسوالۍ امنیه قومندا محب الله له خپل امنيتي ساتوونکو سره یو ځای ولسوالۍ ته په لاره و؛ چې د وسله والو کمین سره مخ شو.

نوموړي وویل، چې دا کمین په وسله واله نښته بدل شو؛ چې د نورو امنيتي ځواکونو په رارسیدو سره وسله والو طالبانو سیمه پرېښوده.

د مشرقي وال په خبره د پيښې له ځای څخه د ستنېدو په حال کې د پچيراګام ولسوالۍ پر موټر د سړک تر غاړې د ماین چاودنه شوې، چې خپله قومندان له درې تنو ساتوونکو سره وژل شوی او د محلي او سرحدي پولیسو په ګډون اووه تنه نور ملي پولیس زخميان شوي، چې اوس تر درملنې لاندې دي.
د وسله والو طالبانو د یادې پيښې مسولیت په غاړه اخیستی.