په بامیانو کې په لسګونو ښځو او د مدني ټولنو غړو مظاهره وکړه او له ښځو سره یې تاوتریخوالی وغانده.
دوی له حکومته وغوښتل چې؛ د هرات په انجیل ولسوالۍ کې له یوې ښځې سره د وروستي تشدد عاملان دې ونیول شي.
په یاد ولایت کې یوه کس چې په نشو روږدی و؛ د خپلې ښځې پوزه او شونډې پرې کړې وې.
د کورنیو چارو وزارت تیره ورځ وویل؛ د دې پيښې په ارتباط دوه کسان نیول شوي او د اصلي تورن کس د نیولو لپاره هم هڅې روانې دي.
له دې پیښې وروسته په هرات کې هم یو شمیر ښځو مظاهره وکړه.