د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د افغان سولې په اړه د یوه کنفرانس دجوړولو وړاندیز کړی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان وړاندیز کړی چې؛ په افغانستان کې دې د سولې په اړه د دیني عالمانو یو نړیوال کنفرانس جوړ شي.

د دې وزارت ویاند جانان موسی زي نن په یوه خبرې کنفرانس کې وویل چې؛ د دې سازمان له خوا په یوه پریکړه لیک کې د سولي له پروسې څخه ستاینه شوې ده.

د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان د قوس له اتلسمې تر شلمې پورې غونډه درلودله چې؛ د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال په کې ګډون کړی و.

د دې سازمان مرکز د سعودي عربستان په جده ښار کې دی.