بنګله دیش: د بلواوو او مظاهرو په ترڅ کې درې تنه وژل شوي دي

په بنګله دیش کې نن د بلواو او مظاهرو په ترڅ کې چې د اسلامي ډلې د یوه لوړپوړي مشرد اعدام پرسرراپورته شوي، لږترلږه درې تنه وژل شوی دي.

په د اسې حال کې چې د بنګله دیش صدراعظمې شیخ حسینه د تشدد د ځپلو خبرداری ورکړی؛ د مخالف جماعت اسلامي ګوند پلویانو نن په ټول هېواد کې یوورځنی اعتصاب پیل کړی دی.

د دې ګوند لوړپوړی مشر "عبدالقادر ملا" د هغو جرمونو په خاطر د پنجشنبې په ورځ په داروځړول شو؛ چې هغه په ۱۹۷۱ کال له پاکستان سره د خپلواکۍ په جګړه کې ترسره کړي دي.

د ملا ملاتړي وایي، د هغه د اعدام ترشاه سیاسي انګیزه وه. له پنجشنبې راهیسې د مخالفینو د ملاتړیو او حکومت پلوو فعالانو ترمنځ په شخړو کې له شلو زیات کسان وژل شوي دي.