د کونړ چارواکي وايي چې؛ په شیګل ولسوالۍ کې د سړک غاړي د ماین په چاودنه کې څلور تنه ملکي وګړي ووژل شول.
د کونړ والي شجاع الملک جلاله ازادۍ راډیو ته وویل پیښه نن سهار وشوه.
نوموړی همدارنګه وايي، چې په چپي دري ولسوالۍ کې پوځي عملیات روان دي چې؛ تراوسه يې شپږ سیمې له وسله والو مخالفانو تصفیه شوې دي.
والي وايي، عملیات به ترهغه دوام وکړي چې؛ د نورستان مرکز پارون ته تللي لاره له ټولو امنیتي ستونزو پاکه کړي.