افغان چارواکي وايي، هند له افغان امنیتي ځواکونو سره د وسلو او مهماتو مرسته کوي.
دا خبره په نوي ډیلي کې د افغانستان سفیر "شیدا محمد ابدالي" له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې تائید کړه.
د ښاغلي ابدالي په وینا، د هند دا پوځي مرستې د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د امنیتي او دفاعي همکاریو د پراخوالي د موافقې له مخې کوي.
د افغانستان سفیر وویل، د هند او افغان حکومت پوځي تخنیکي ټیمونه به د سپکو او درنو وسلو پر هغه لست کار وکړي چې؛ افغان حکومت هند ته سپارلی دی.
د افغانستان جمهور رییس د سیمه ییزو اړیکو د پراخوالي په هدف په دې وروستیو کې د پاکستان له صدراعظم سره کتلي، ایران ته يې سفر وکړ او تېره پنجشنبه هند تللی دی.