په کابل کې د ژوندون ټلویزیون په پلوۍ مظاهره وشوه

د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکو د ژوندون ټلویزیون په پلوۍ نن په کابل کې مظاهره کړې.

اعتراض کوونکو خپله مظاهره د ژوندون ټلیویزون له مخې پیل کړ او تر سترې محکمې پورې ورسیدل.

دوی د لویې څارنوالۍ له خوا د هغه امر د بېرته اخستلو غوښتنه وکړه چې؛ په کې د ژوندون ټلویزیون د مشر د نیولو امر شوی و.

دوی همدا راز ویل چې، که یې غوښتنو ته پاملرنه ونه شي؛ نو خپلو مظاهرو ته به دوام ورکړي.

د افغانستان لویې څارنوالی شاوخوا یوه اوونۍ مخکې ملي منافعو ته د زیان رسولو په هدف د ژوند ټلویزیون له مشر څخه د تحقیقاتو امر وکړ.