د ارزګان د ګیزاب ولسوالۍ له زندانه د بندیانو د تېښتې په اړه څېړنه کیږي

د ارزګان ولایت چارواکي وایي؛ د دې ولایت د "ګیزاب" ولسوالۍ له زندان څخه د بندیانو د تیښتې په اړه څیړنه کوي.

د ارزګان د والي ویاند "عبدالله همت" آزادي راډیو ته وویل؛ بندیانو د زندان دیوال سوری کړی و او د جمعې په شپه په تیښته بریالي شول.

همت زیاته کړه چې، تښتیدلې بندیان تر اوسه بېرته نه دي نیول شوي. خو پولیس یې د نیولو هڅه کوي.