د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر "جان کري" وایي؛ تمه ده چې، د ایران او شپږو طاقتونو تر منځ د اټمي پروګرام پر سر خبرې په راتلونکو څو ورځو کې بېرته پیل شي.
ایران د جمعې په ورځ په ویانا کې وروسته له هغې خبرې ترک کړې چې؛ واشنګټن نورې کمپنۍ په تور لیست کې شاملې کړې او وايي، دغو کمپنیو پر ایران باندې له بندیزونو سرغړونه کړې ده.
د اروپایي اتحادیي د بهرنۍ پالیسۍ مشرې "کترین آشټن" هم وویل چې؛ خبرې به ډېر ژر بېرته پیل شي. خو د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال "عباس عراقچي" چې د جمعې په ورځ له خپل هیات سره له ویانا څخه تهران ته لاړ؛ وایي چې، د تورلیست پراخول د تهران او شپږو طاقتونو تر منځ د تیرې میاشتې د تړون د روحیې پر ضد دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا دا عمل د کرکې وړ وباله. خو سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ وویل؛ د جینوا له تړون څخه د سرغړونې هیڅ کار یې نه دی کړی او د اټمي پروګرام اړوند هېڅ نوي بندیزونه به ونه لګوي.