د اوکراین جمهور رییس د مخالفانو له خوا د ده د استعفی غوښتنه رد کړه

د اوکراین جمهور رییس "ویکتور یانوکوویچ" د مخالفانو له خوا د ده د استعفی غوښتنه رد کړه او دا په داسې حال کې ده چې؛ په مرکز کییف ښار کې د یانوکوویچ د پریکړې پر ضد چې له اروپایي اتحادیي سره یې د نږدې اړیکو ټینګولو تړون رد کړی؛ مظاهرې روانې دي.

یانوکوویچ د جمعې په ورځ مخالفو مشرانو ته وویل؛ یوازې پارلمان د ده د لرې کولو صلاحیت لري. نوموړی د ډسمبر پر درېیمه په پارلمان کې د صلب اعتماد له رایو بچ شوی و.

د اوکراین جمهور رییس یانوکوویچ د مخالفانو له درېیو مشرانو (د پلرني وطن ګوند له مشر) "ارسیني یاتسیني اوک"، د "اودار" ګوند له مشر او د سوک وهنې له قهرمان "ویتالي کلیچکو" اوله ملت پال مشر "اولیح تیانیبوک" سره په مستقیم بحث کې ګډون وکړ.

کلیشکو جمهور رییس یانو کوویچ ته خبرداری ورکړ چې؛ د مظاهره کوونکو پر وړاندې ناوړه چلند به اوکراین او په خپله جمهور رییس ته ناوړه عواقب ولري.

د اوکراین جمهور رییس ټول هغه مظاهره کوونکي وبخښل چې؛ له تیرې میاشتې راهیسې یعنې له اروپایي اتحادیي سره د نږدې اړیکو د تړون له رد وروسته اعتراضونو کې نیول شوي دي.