په یمن کې د امریکا د یوې مشکوکې بې پیلوټه الوتکۍ په برید کې پنځلس کسان وژل شوي

راپورونه وايي چې؛ په یمن کې د امریکا د یوې مشکوکې بې پیلوټه الوتکۍ برید پنځلس کسان چې اکثر یې ملکیان دي وژلي.

سیمه ییزو خبري رسنیو د روغتیايي او امنیتي چارواکو له قوله په راپورونو کې ویلي دي چې په مرکزي ولایت البیضا کې دې حملې د واده یو کاروان په نښه کړ.

فرانسپرس خبري آژانس د یوه سیمه ایز امنیتي مقام په حواله وايي چې په پرونۍ حمله کې یو شمېر وژل شوي کسان د القاعده شبکې په غړيتوب مشکوک کسان و، خو پاتې یې ملکي وګړي وو.

متحدوایالاتو د عربستان په ټاپووزمه کې، د القاعده شبکې پرضد د خپل کمپاین په لړ کې د بې پیلوټه الوتکې حملې زیاتې کړې دي. د بشري حقونو د څار ټولنې په تېره اکتوبر میاشت کې په یوه راپور کې وویل، په یمن کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو او میزایل حملو ګڼ شمېر ملکي وګړي وژلي دي.