په جنوبي افریقا کې خلک د اپارتاید ضد مبارز نېلسن منډېلا د ویر د مراسمو په وروستۍ ورځ نن سهار د ده د مړي د لیدلو لپاره چې په پریتوریا کې ایښودل شوی په لیکو کې ودرېدل.
سیمه ییزې راډیو راپور ورکړ چې؛ په ښار کې د ګڼې ګوڼې له کبله لارې بندې وې. د راپورونو له مخې پرون هم زیات شمېر خلک د منډېلا د مړي لیدو ته ورغلي وو.
په داسې حال کې چې د چارشنبې په ورځ څوارلس زره او پرون شاوخوا شل زره کسان د منډېلا د مړي لیدو ته ورغلي وو تمه ده چې نن دا شمېره نوره هم زیاته شي.
ټاکل شوې چې؛ د منډېلا مړی د یکشنبې په ورځ د ده په پلرني کلي، قونو Qunu کې خاورو ته وسپارل شي. په دې مراسمو کې به د ده د کورنۍ له غړو پرته نور خلک ګډون ونه کړي.
منډېلا له اوږدې ناروغۍ وروسته تېره اونۍ د پنځه نوي کلونو په عمر وفات شو. د سه شنبې په ورځ د ده د ویر په رسمي مراسمو کې د څه باندې نوي هېوادونو د مشرانو په ګډون لسګونه زره خلکو برخه اخیستې وه.