سمر: عفوه کول به تر غچ اخیستو ډير ښه وي

Your browser doesn’t support HTML5

د بشر د حقونو خپلواک کمیسون د تېرو جګړو د قربانیانو له کورنیو څخه وغوښتل، ترڅو هغوکسانو ته عفوه وکړي چې؛ په خپل جرم اعتراف کوي. د دې کمیسون مشرې سیما سمر د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د جګړې د قربانیانو په نوم د یوه سړک د نومولو په مراسمو کې وویل، دولتي چارواکي باید د واقعیت ویلو جرات ولري. د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون چارواکي په دې باور دي چې غچ اخیستنه به په افغانستان د تاوتریخوالي لمنه لاپسې پراخه کړي. د دې کمیسیون مشرې سیما سمر د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د جګړې د قربانیانو په نوم د یوه سړک د نومول کېدو په مراسمو کې وویل، دولتي چارواکي باید د واقعیت ویلو جرات ولري. دغه سړک د کابل ښار په احمدشاه بابا مېنه کې د جګړو د قربانیانو په نوم ونومول شو.