د اوکراین د حکومت د اپوزوسیون یوه مشر د چارواکو ژمنې خوشې غورې بللي دي

د اوکراین د حکومت د اپوزوسیون یوه مشر د چارواکو دا ژمنه چې له اروپايي ټولنې سره به مهمه موافقه ژر لاسلیک کړي یوه چلوټنه او خوشې غورې بللي دي.

ارسیني یات سین یوک وروسته له هغې دا خبره وکړه چې؛ د اوکران صدراعظم پرون په بروکسل کې له اروپايي چارواکو سره په کتنه کې وویل چې؛ هېواد به يې له اروپايي اتحادېې سره مهمه اقتصادی او سیاسي موافقه لاسلیک کړي.

خو نوموړی د دې موافقې د لاسلیک لپاره مومه نیټه او یا ضرب الاجل اعلان نه کړ.

له اروپايي تولنې سره ددې موافقې د ځنډولو په اړه د اوکراین د ولسمشر پریکړې په اوکراین کې د اروپا پلو پراخې مظاهرې پارولي دي.