د غلام خان بندر سړک بیا رغول کیږي


نجیب الله الوخېل

د خوست ښار او غلام خان بندر ترمنځ ۲۵ کیلومتر سړک، چې یو ځل شاوخوا اته کاله مخکې هم د امریکا د متحده ایالتونو د پوځ د انجینري ګروپ په مالي مرسته جوړ شوی وو او په راوروسته موده کې د کار د خراب کیفیت او د بارداره موټرونو د ډېر وزن د پورته کېدو له کبله ویجاړ او زیانمن شو، یو ځل بیا يې د نوموړې امریکايي ادارې په مالي لګښت د بیا رغونې کارونه پیل شول.

په یاد سړک، چې نږدې یوولس میلیونه امریکايي ډالر لګښت راځي، ودانیزې چارې به يې په اولسو میاشتو کې بشپړې شي.

د سړک د کار د پيل هغه مراسم، چې د پنجشنبې په ورځ د غلام خان په سیمه کې ترسره شول، سیمه والو او د خوست ولایت چارواکیو د غلام خان بندر د لارې اساسي رغونه، چې د شمالي وزیرستان د میرانشاه سیمې څخه تیریږي، د هېواد په کچه یوه مهمه اقتصادي او مواصلاتي لار وښوده او ویې ویل، چې په نوموړي سړک د سوداګریز بهیر پراختیا د ګربزو، خوست او حتا ټول افغانستان د اقتصاد په ښه کولو کې پوره ونډه لري.

د نوموړې پروژې د پیلیدلو په مراسمو کې خوست والي عبدالجبار نعیمي ګډونوالو ته په خبرو کې غلام خان بندر د افغانستان یوه مهمه سوداګریزه دروازه یاده کړه:

"دا یوه ډېره مهمه بنسټیزه پروژه ده، دا د هېواد په کچه او د خوست په کچه ډېره مهمه دروازه ده، چې په کې داسې یوه بنسټیزه پروژه شروع کیږي، دا پنځه ویشت کیلومتره سړک دی، چې اوه متره پلنوالۍ لري او ۵۴۵ میلیونه افغانۍ پرې لګښت راځي، یانې لس عشاریه نهه میلونه ډالر يې لګښت کیږي، په اوولسو میاشتو کې به يې انشاالله کار بشپړیږي."

د ګربزو ولسوال محمد اکبر ځدراڼ په خپلو خبرو کې هیله وښوده، چې د دې لارې په اساسي رغونې سره به د اقغانستان د اقتصاد د ښه کولو په برخه کې مثبت پرمختګ رامنځته شي:

"دا د افغانستان یوه مواصلاتي، ترانزیټي او یوه حیاتي لاره ده، که دا جوړه شي، په دې سره به د خوست اقتصاد، د ګربزو د ولسوالۍ د خلکو اقتصاد حتا د افغانستان اقتصاد ته یو مثبت بدلون راشي."

قومي مشر مدیر غوث الدین د سیمه والو په استازیتوب چارواکیو ته د پروژې د پلي کیدو په لاره کې د هر ډول ممکنه مرستو د ترسره کېدو ډاډ ورکړ:

"د دې لویې لارې ګټې او ثمره نه یوازې د ګربزو او د خوست له پاره بلکې د ټول افغانستان له پاره ډېره غټه سرمایه ده او د ستونزو د هواري له پاره وسیله ده، ټولو ته ډاډ ورکوو، چې د دې پروژې د تطبیق په کار کې به ټول ګربز هیڅ ډول ناغیړي ونه کړي، هر هغه څه چې د دوی په وجود کې کیږي، عملاً به يې اجراء کړي."

د یادونې وړ ده، غلام خان بندر د افغانستان په هغو اقتصادي لارو کې راځي، چې د کراچۍ لوی سوداګریز ښار ته د نورو ټولو لارو په پرتله نږدې څلور سوه کیلومتره لنډ واټن لري، د اقتصادي کارپوهانو له نظره که د نوموړي بندر د ترانزیټ رسمي چارې ترسره شي، نو په دې لاره د مالونو لېږد، رالېږد به سوداګرو ته په اقتصادي لحاظ ګټور تمامیږي.