د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې وسله وال طالبان او امنيتي ځواکونه یو بل ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعاوې کوي.
د ننګرهار ولایت ویاند احمدضيا عبدالزي ازادۍ رآډیو ته ويلي، چې تېره شپه وسله والو طالبانو په دې ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستې برید کړی، چې وروسته وسله واله نښته هم ترسره شوه.
نوموړی وايي،چې په دې نښته کې یو تن وسله وال وژل شوی او پینځه تنه نور يې زخميان شوی دي،دده په خبره په دې نښته کې امنيتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
خو بل خوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادۍ راډیو ته په راستولي پیغام کې ویلي،چې ددې نښتې په ترڅ کې د دوی یو ملګری وژل شوی او شپږ تنو پولیسو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده او دارنګه دعوه کوي،چې د ولسوالۍ ودانۍ يې هم تخریب کړې ده،خو ولایتي چارواکي بیا د وسله والو طالبانو دا ادعا نه مني.