د اکراین د اپوزیسیون مشرانو د ویکتوریانو کوویچ د خبرو وړاندیز رد کړ

د اکراین د اپوزیسیون مشرانو د ولسمشر ویکتوریانو کوویچ د خبرو وړاندیز رد کړ او یو ځل بیا یې د حکومت پر استعفا ټینګار وکړ.

مظاهره چیانود کیف د ښاروالۍ په ګډون د ښار د مرکزي برخې یو شمېر ځایونه محاصره کړي دي.

پرون د بلوا ضد پولیسو هڅه وکړه چې؛ د ښار د مرکزي برخې له واټونو موانع لیرې کړي، خو بیرته په شا شول.

په واشنګټن کې پنتاګون وویل چې؛ د اکراین دفاع وزیر پاولو لیبیدیف د دفاع وزیر چیک هیګل ته په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې؛ د اکراین حکومت به د دې هېواد له وسله والو ځواکونو د مظاهره چیانو پرضد کار وانخلي.

د امریکا د بهرنیو چار وزارت وویل، د اکراین پر حکومت د احتمالي بندیزونو په اړه خبرې وشوې.

ټاکل شوې ده چې؛ د اکراین د صدراعظم مرستیال سیرهي اربوزوف به د اروپایي اتحادیې د پراختیایي چارو له کمیشنرسټیفان فیولې سره په بروکسل کې وګوري اوله دې اتحادیې سره د اکراین د همکارۍ د تړون په اړه به خبرې وکړي.

د اکراین د حکومت دې اقدام چې؛ تیره میاشت یې له اروپایي اتحادیې سره د دې هېواد د نژدې کیدو تړون لاسلیک نه کړ او پرځای یې له روسیې سره اړیکي غوره وبلل، د حکومت پرضد اعتراضونه راوپارول.