د امریکا متحد ایالتونو د سوریې په شمال کې پر اپوزسیون خپلې ټولې غیر محارب مرستې وځنډولې.
په انقره کې د چهارشنبې په ورځ د امریکا د سفارت یوه ویاند وویل، دا پریکړه وروسته تردې وشوه چې؛ هلته مسلمان یاغي ځواکونه د سوریې د خپلواک پوځ پر ضد شوه. دغه ډله لویدیځ پلوه ده.
د امریکا تر پریکړې وروسته بریتانیا دا تایید کړه چې؛ خپلې هغه مرستې یې چې په جګړه کې ترې کار نه اخیستل کیږي وځنډولې.
د اسلامي جبهې وسله والو د باب الهوا په سیمه کې د جمعې په ورځ ناوخته د سوریې د خپلواک پوځ اډې ونیولې. دغه سیمه د سوریې په شمال لویدیځ کې د ترکیې له سرحد سره پرته ده.
اسلامي جبهه وایي، د سوریې د خپلواک پوځ د چاراکو له قوماندې سره مخالفه ده.
اسلامي جبهه د شپږو یاغي ډلو ایتلاف دی چې تیره میاشت جوړ شو او ژمنه یې وکړه چې په سوریه کې به یو اسلامي حکومت جوړوي.
له دې ایتلاف سره القاعده پلوې ډلې لکه د عراق اسلامي دولت ډله او النصره نه دې یوځای شوې.