ای ان ال: یو میلیون او شپږ لکه کسان په افغانستان کې په مخدره موادو روږد دي

د ای ان ال INL په نامه د یوې موسسې سروې ښیې، چې یو میلیون او شپږ لکه کسان په افغانستان کې په مخدره موادو روږد دي.

په دې سروې کې د معتادو ښځو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د دوه زره نهم میلادي کال د سروې له مخې دوه نیم لکه ښځې او ماشومان په افغانستان کې په نشه یې توکیو روږد دي.

له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت مرستیال ابراهیم ازهر په دې اړه آزادي راډیو ته وویل:

(په دوه زره دولسم میلادي کال کې د امریکا د سفارت مربوط د آی ان ال ادارې یوه بله سروې و کړه، چې تر اوسه نه ده بشپړه شوې خو لومړني راپورونه وایې چې په افغانستان کې تر یو میلون او شپږ لکه کسانو پوري په مخدره موادو روږد دي. )

دا سروې د امریکا د سفارت مربوط د آی ان ال یا له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د قانون د تنفیذ ادارې په دوه زره دولسم میلادي کال کې کړې ده.