د سالنګ لویه لاره د بار وړونکو موټرو په وړاندې نن سهار وتړل شوه

د سالنګ لویه لاره د بار وړونکو موټرو په وړاندې نن سهار وتړل شوه.

د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او څارنې د ریاست یوه مسول سمیع الله نن ازادي راډیو ته وویل، چې دا لویه لاره د ډیرې واورې د اورښت له امله تړل شوې ده.

د یاد ریاست مسولین وایې، دوي هڅه کوي دا لاره ژر تر ژره د ټرافیکو پر مخ بیرته پرانیزي.

په سالنګ کې له تیري ورځې راهیسې واوره اوریږي.