چارواکي وایې، د کابل هوایې ډګر شمال ته د پينځلسمې حوزې په مربوطاتو کې نن سهار د جرمني ځواکونو پر موټرو چاودنه وشوه.
د کابل امنیتي مسوولان وایي چې؛ په دې چاودنې کې چاه ته تلفات نه دي اوښتي.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي ازادي راډيو ته وویل، چې چاودیدونکي مواد په یوه موټرکې ځای پر ځای شوي وو.
خو د جرمني ډي پي اې اژانس راپور ورکوي، چې دا یوه احتمالي انتحاري حمله وه چې په کې یوازې حمله کونکې وژل شوی دی.
اخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږلي بیان کې د حملې مسولیت منلی او لسو بهرنیو ځواکونو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي.
خو افغان امنیتي چارواکي دا ادعا ردوي.