بارک اوباما په جنوبي افریقا کې له افغان ولسمشرحامد کرزي سره یواځې روغ بړوکړ

د سپینې ماڼۍ یو چارواکې وایي، د امریکا ولسمشربارک اوباما په جنوبي افریقا کې له افغان ولسمشرحامد کرزي سره یواځې روغ بړوکړ او له هغه سره د خبرو لپاره هغه ځای مناسب نه و.

دواړه ولسمشران د جنوبي افریقا د پخواني ولسمشر نیلسن ماندیلا یاد ته د درناوي په مراسمو کې د ګډون لپاره جوهانسبورګ ته تللي و.

افغان ولسمشر د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون له لاسلیک کولو ډډه کړې او د هغه لپاره ځینې شرایط وړاندې کړې دي.

په عین حال کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی جیمز ډبینز وایي، د امنیتي تړون په لاسلیک کېدو کې ځنډ به اندیښنې زیاتې کړي او هم به د افغانستان پر اقتصادي چارو منفي اغیز وکړي.

ډبینز پرون د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمیټې ته په څرګندونو کې دغه راز وویل چې؛ متحده ایالات هیله من دی چې هند به افغان ولسمشر د دې تړون لاسلیک کېدو ته وهڅوي.

هغه زیاته کړه، له هند څخه چې له افغانستان سره ښیې اړیکې لري او افغان ولسمشر هم د دې هېواد ډیر احترام کوي، د هغه نژدې کتنه به د دې د دغه تړون د ملاتړ لپاره یوه زمینه برابره کړي ځکه د ډبینر په وینا له ایران پرته د سیمې نورو ټولو هېوادونو له کرزي څخه غوښتي دي چې؛ دغه تړون لاسلیک کړي.