ناسا پوهان وايي، په مریخ کې یې د یوه لرغوني جهیل نښې نښانې موندلي

د امریکا د فضايي تحقیقاتو د ادارې ناسا پوهان وايي، په مریخ کې یې د یوه لرغوني جهیل نښې نښانې موندلي چې ښايي په دې سیاره کې د میکروبي ژوند احتمال تایید کړي.

د ناسا تحقیقاتي بېړۍ د مریخ په ګیل کراتر Gale Crater سیمه کې چې د ۲۰۱۲ م کال اګست میاشت کې هلته ښکته شوې وه، د یو جهیل نښې نښانې موندلي دي.

امریکايي پوهان وايي چې؛ ښايي دا جهیل به شاوخوا د پنځوس کیلومترو په واټن سیمه کې پروت وي.

د ناسا څېړونکي وايي، مارس ته د استول شوې تحقیقاتي بېړۍ په وسیله راټول شوي شواهد ښي چې دا جهیل لږترلږه لسګونه زره کاله عمر لري.

د ساینسپوهانو په وینا، د ګېل کراتر جهیل، ښايي په مریخ کې د هغو ساده میکروبونو موجودیت تایید کړي چې تیږې خوري او په ځمکه کې اکثرا د سمندر د سطحې په پوړیو او سمڅو کې موندل کېږي.