د اوکراین د سیاسي بحران د حل لپاره هلې ځلې زیاتې شوي

د اوکراین د سیاسي بحران د حل لپاره هلې ځلې زیاتې شوي دي.

په زرګونو مظاهره کوونکي له شاوخوا درېیو اونیو راهیسې د مرکز کییف ښار په لارو کوڅو کې راټول شوي او د جمهور رئیس ویکتور یانوکویچ له هغې پریکړې سره محالفت کوي چې؛ له اروپایي اتحادیي سره د نږدې اړیکو تړون یي رد کړ او له روسیې سره یي ځان نږدی کړي دي.

د اروپایي اتحادیي د بهرنۍ پالیسۍ مشره کاترین اشټن نن په دوه ورځني سفر اوکراین ته ځي او هڅه به وکړي چې؛ د دغه بحران لپاره د حل یوه لار پیدا کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو مرستیاله وزیره ویکتوریا نولانډ هم له جمهور رئیس یانوکوویچ سره ګوري.

په عین حال کي جمهور رئیس یانوکوویچ غواړي د اوکراین له درېیو له پخوانیو جمهورو رئیسانو، لیونید کرافچوک، لیونید کوچما او ویکتور یوشچینکو سره د روان کړکیچ په اړه مشوره وکړي.

جمهور رئیس یانوکویچ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، هغه پلان یي منلی چې له مخالفانو سره په یوه ګردي میز کې ګډون وکړي.

له دغه اعلان سره سره، د دوشنبې په ورځ مخالفانو د پولیسو په مرکز حمله وکړه او له دفترونو څخه یي کمپویترونه او نور وسایل یوړل.