پاکستان له ایران سره د طبیعي غاز د پایپ لاین د پروژې په چټکتیا سلا شوي

پاکستان وایي، له ایران سره د طبیعې غاز د پایپ لاین د پروژې په چټکتیا سلا شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوې اعلامیې کي وویل، د دواړو هېوادونو کارپوهان به په دغې پروژې باندې د کتنې په مقصد ژرغونډه وکړي.

ایران د پاکستان ترپولې پورې په خپلې خاوره کې د ۹۰۰ کیلو میترو په اوږدوالې پایپ لاین غزولی دی.

پاکستان د مالي ستونزو او د امریکا د متحده ایالاتو د خبرداریو له امله د طبیعي غاز په پروژه کې له خپل لوري زیات پرمختګ نه دی کړی.

متحده ایالاتو له دغې پروژې سره چې د شاوخوا ۷ نیم میلیاردو ډالرو ارزښت لري، ځکه مخالفت ښودلی دی چې؛ پرایران باندې نړېوال بندیزونه لګول شوي او د پروژې عملي کول ممکن له دغو بندیزونو څخه سرغړونه وګڼل شي.