د کابل جلال اباد د دوهم سړک د جوړونې تړون لاسلیک شو

د کابل جلال اباد د دوهم سړک د جوړونې تړون نن د افغان حکومت او یوې چینايۍ کمپنۍ ترمنځ لاسلیک شو.

د افغانستان د فواید عامې وزیر نجیب الله اوژن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دا پروژه 110 میلیونه ډالره لګښت لري چې؛ د اسیا د پراختیايي بانک له خوا ورکول کیږي.

ښاغلی اوژن وایي، د دې سړک د جوړولو کار به د راتلوونکي میلادي کال په جنوری میاشت کې پيل شي او بشپړول یې درې کاله وخت نیسي.

د کابل جلال اباد ترمنځ لومړی سړک د ماهیپر له لارې تیر شوی، خو دوهم سړک به د سپري او سره رود ولسوالۍ له لارې جوړ شي.

افغان چارواکي وایي، د دې لارې په جوړېدو سره به د افغان سوداګرو لپاره په ټرانزیټي برخه کې ډیرې اسانتیاوې راشي.