عبدالزی: له مخالفینو سره په نښته کې یوه زده کوونکې وژل شوې

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي،چې تېره ورځ افغان ملي پولیس،ملي اردو او سرحدي پولیسو په مومندرې ولسوالۍ کې د وسله والو پرضد عمليات ترسره کړل.

د ولایت ویاند احمدضيا عبدالزی وايي، چې د عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو له لوري پر امنيتي ځواکونو برید ترسره شو، چې په پایله کې د مدرسې درې تنو ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته:

"پرون زموږ امنيتي ځواکونو د مومندرې ولسوالۍ په ساحه کې د وسله والو طالبانو پرضد عملیات ترسره کول، چې د طالبانو په برید کې یوه ماشومه زده کوونکی شهیده شوه او دوه نورې زخميانې شوې، خپل امنيتي ځواکونو ته کوم تلفات نه دي رسیدلي، وروسته د دې پېښې د عاملینو د نیونې په موخه زموږ امنيتي ځواکونو هم عملیات پيل کړل او په اړه يي اوس هم پلټنې روانې دي.

ولې تر دې مهاله يي یوازې یو شمېر وسلې لاس ته ورغلي او هڅه کوي، چې خپله د پيښې عاملین هم ونیسي."

بل خوا د سیمې یو اوسیدونکی او د پېښې عیني شاهد، چې د نوم له ښودلو يي ډډه کوله ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا څلور تنه نجونې وې، چې غوښتل يې له سړک څخه پورې شي او مدرسې ته ولاړې شي.

نوموړی وايي، په همدې حال کې پر سړک د بهرنیو ځواکونو موټرې هم ولاړې وې او د وسله والو طالبانو په برید کې د موټرو پر ځای دغه بې ګناه ماشومانې ښکار شوې، چې یوه وژل شوې او درې تنه نورې يې د درملنې لپاره پاکستان ته وړې دي.

دوي وايي، دغو جنګ جګړو ورته نور ژوند تر دې تریخ کړی، چې اوس چیرته لاړ شي هره ورځ د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو د ډزو له ویرې له کوره بهر نشي وتلای او د کور غړو او ماشومانو ته يي رواني تکلیف هم پیدا کړی.

دی پر دواړو لوریو غږ کوي، چې نور د ملکي وګړو له کلو او بانډو څخه لرې خپلې جګړې وکړي او نور دې دا عام وژنه بس کړي:

"دا څلور واړه ماشومانې د یوه کور وې، چې مدرسې ته د تګ په حال کې یوه شهیده شوه او درې نورې زخميانې شوې، ایا اسلام دا جهاد دی، چې وړې بې ګناه ماشومانې وژنه زموږغوښتنه له دواړو غاړو نه ده، چې نور د عامو خلکو د کورنو په خوا کې جګړې مه کوئ، زموږ يي نور ژوند تریخ کړی اخر چیرته لاړ شو، د دې جنګونو ضرر ټول ملکي خلکو ته رسیږي".

څو ورځې وړاندې په خوګياڼو ولسوالۍ کې هم د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په وسله واله نښته کې درې تنو عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه،چې مسولیت دواړو لورو نه دی منلی.

ننګرهار – شاه محمود شینواری