حامد کرزی به هم د نلېسن منډیلا د یاد په مراسمو کې ګډون وکړي

د افغانستان د جمهوري ریاست چارواکي وايي، جمهور رییس حامد کرزی به هم سبا په جنوبي افریقا کې د نلسن منډیلا په یاد مراسمو کې ګډون وکړي.

جمهوري ریاست په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویلي چې؛ ښاغلی کرزی به د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ جنوبي افریقا ته ولاړ شي.

د افریقا لومړنی تور پوستی ولسمشر نیلسن منډیلا د پنجشنبې په ورځ د پينځه نوي کلنۍ په عمر د سږو د ناروغۍ له امله مړ شو.

ټاکل شوې ده، د ښاغلي منډیلا د یاد په مراسمو کې د نړۍ له شپیتو د زیاتو هېوادونو استازي هم ګډون وکړي.