افغان کرکټ ملي ټیم د پاکستان په وړاندې په یوه بېسارې لوبه کې ماتې وخوړه

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم، تېره ورځ د پاکستان په وړاندې په یوه بېسارې لوبه کې ماتې وخوړه.

دا شل اووریزه لوبه د افغانستان ټیم پیل کړه او افغان لوبغاړو د اتو ویکټو په له لاسه ورکولو سره پاکستان ته 138 هدف وټاکه، خو د پاکستان ټیم چې د نړۍ له پیاوړو ټیمونو څخه دی په وروستي بال ځان دې هدف ته ورساوه.

د افغانستان د کرکټ د مرکزي زون مشر عزیزالله فضلي له آزادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل چې پرونۍ لوبې په راروانو نړیوالو ټورنمنټونو کې د افغان ټیم وړتیا په ډاګه کړه.

د یادونې وړده چې د پاکستان کرکټ ټیم په شل اووریزه لوبو کې څلورم ځای او د افغانستان ټیم یوولسم ځای لري. پرونۍ لوبه چې د افغانستان او پاکستان ترمینځ لومړنۍ شل اووریزه لوبه وه د شارجې په لوبغالي کې وشوه.

دا لوبه دوستانه وه او د افغانستان د کرکټ د ټیم پر راتلونکو لوبو کوم منفي اغېز نلري.