زیات شمېر یوکراینان د ولسمشر ویکتور یانوکوویچ پر پرېکړې عصه دي

یو زیات شمېر اکراینان چې د دې هېواد د ولسمشر ویکتور یانوکوویچ پرهغې پرېکړې چې له اروپایي اتحادیې سره د نژدې اړیکو پلانونه یې لغو کړي او د پولیسو د خشونت له امله په غصه دي، د هېواد د پلازمینې کییف په مرکزي برخه کې راټول شوي دي.

اپوزیسون د حکومت د استعفا او د عاجلو انتخاباتو لپاره د یکشنبې په ورځ د یوملیون اعتراض کوونکو د راټولېدو غږ کړی دی.

تراوسه د راټول شویو اعتراض کونکو دقیق شمېر نه دی؛ معلوم خوخبریالان وایي؛ چې د کییف د خپلواکۍ چوک له خلکو ډک دی.

په کییف کې د تېرې یکشنې په ورځ په ورته اعتراضونو کې شاوخوا درې سوه زره کسانو ګډون کړی و چې؛ دا د ۲۰۰۴ کال د نارنجي انقلاب راهیسې ترټولو لویې مظاهرې بلل کیږي.