سپینه ماڼۍ وایي، د امریکا ولسشمربارک اوباما او د هغه میرمن میچل اوباما به د نیلسن منډیلا یاد ته د درناوي په مراسمو کې چې د سې شنبې په ورځ په جنوبي افریقا کې ترسره کیږي، برخه واخلي.
دغه مراسم د جوهانسبورګ په سټیوډیوم کې ترسره کیږي.
له اوباما سره په "ایرفورس ون" الوتکه کې به د امریکا پخوانی ولسمشر جورج بوش او میرمن یې لاورا بوش هم ملګرتیا کوي.
د امریکا نور پخواني ولسمشران "بیل کلنټن" او د هغه میرمن د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هېلري کلنټن او جیمي کارتر به هم د نیلسن مانډیلا یاد ته درناوي په مراسمو کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې ده چې د اپارتاید ضد د دغه مبارزمړی د ډسمبر په ۱۵ په خپل پلرني ټاټوبي کې خاورته وسپارل شي.
ماندیلا د تیرې پنجشنبې په ورځ د ۹۵ کالو په عمرمړشو.