جنوبي کوریا د خپل هوايي مدافع زون د پراخولو اعلان کړی

جنوبي کوریا د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې؛ د هوایي مدافع زون یې چې یوه برخه یې په هغه زون وراوړي چې؛ چین په وروستیو کې اعلان کړي، پراخ کړی دی.

د جنوبي کوریا د دفاع وزارت وویل، د هوایي مدافع په پراخ شوی زون کې هغه دوه ټاپوګان هم شامل دي چې؛ د دې هېواد د اوبو په جنوب کې پراته دي او پیکنګ یې د بشپړ ملکیت ادعا کوي.

د دفاع وزارت وویل، په دې اقدام سره یې د خپلو ګاونډیانو پرخاورې تجاوز نه دی کړی.

د دفاع وزارت ویاند "جانګ هایک" نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل:

"موږ په دې باوریو چې دغه مساله به له چین او جاپان چې په شمال ختیځه اسیا کې د سولې او همکارۍ لپاره کارکوو، زموږ اړیکې دومره زیاتې اغیزمنې نه کړي."

سیول وویل، د هوایي مدافع دغه زون به د ډسمبر له ۱۵ عملي بڼه غوره کړي.