ولسمشرحامد کرزی نن په داسې حال کې ایران ته ولاړ چې له د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیک کیدو پر سر اختلافات دوام لري.
یو شمېر کتونکي بیا په دې نظر دي چې؛ ښایي ایران افغان ولسمشر وهڅوي څو له امریکا سره امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک نه کړي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي چې؛ افغان ولسمشربه ایران ته په خپل یوه ورځني سفر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په هکله خبرې وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې؛ افغان ولسمشرحامد کرزي د یکشنبې په ورځ ایران د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په ملتیا سفر وکړ.
موسی زی وایي چې؛ افغان ولسمشر به په دې سفر کې یواځې د ایران او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په هدف خبرې وکړي:
"ولسمشر کرزي د ایران د ولسمشر په بلنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په هدف ایران ته ولاړه.
په دې سفرکې به په اقتصادي مسایلو او په ایران کې د افغان کډوالو د حضور په هکله هم خبرې وشي."
جانان موسې زی وایي چې، ولسمشرکرزی به په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو او چابهاربندره د افغان سوداګرو د استفادې په اړه هم له ایرانیو چارواکو سره وغږیږي.
د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ولسمشر به له ایرانیو چارواکو سره له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک کیدو مساله هم مطرح کړي، ښاغلي موسی زي وویل دا موضوع د سفر اجنډا کې نه ده شامله.
خو یو شمېر کتونکي بیا په دې باور دي چې؛ ایران له امریکا سره اختلافات لري او ښایي چې ولسمشر کرزی له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون له لاسلیک کولو پر شا کړي.
د سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستاني وایي چې؛ ایران به ولسمشر کرزې په دې سفر کې وهڅوي څو د دې تړون له لاسلیک کولو پر شا شي.
ایران په رسمي توګه د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي سند له لاسلیک کولو سره مخالفت ښودلې دې.
خو افغان چارواکي وایي چې؛ د دې تړون لاسلیک کول د هیڅ یو هېواد په تاوان نه دې او د لاسلیک کولو په برخه کې یې هم چاته د مداخلې حق نه ورکوي.
راپور: جمیله ظریف