د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي؛ د رای ورکولو پاڼې به د راتلونکې جنورۍ میاشتې تر نیمايي پورې چاپ شي.
د یاد کمیسیون ویاند نور محمد نور تیره ورځ ازادۍ راډیو ته وویل؛ د رای ورکولو پاڼې له افغانستان څخه بهر چاپیږي.
نوموړي وویل، په بهر کې د رایو ورکولو د پاڼو چاپول په انتخاباتو کې د درغلیو د مخنیوي په هدف ترسره کیږي.
نور محمد نور ونه وویل چې؛ افغانستان د انتخاباتو د رایو د ورکولو دا پاڼې په کوم هېواد کې چاپیږي.
د افغانستان د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو ته ۱۱ تنه کاندید دي او ۲۷۰۰ کسان بیا د ولایتي شوراګانو لپاره په خپلو کې سیالي کوي.