د سیاسي ګوندونو او ایتلافونو د همکارۍ شورا وايي امنیتي سند باید ژر لاسلیک شي

د افغانستان د سیاسي ګوندونو او ایتلافونو د همکارۍ شورا له ولسمشر حامد کرزي څخه غواړي چې؛ له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند په لاسلیک کولو کې ځنډ ونه کړي.

یاده شورا چې درویشت ګوندونه او ایتلافونه یې غړیتوب لري؛ د یوې اعلامیې په خپرولو سره له امریکا سره دفاعي او امنیتي سند د افغانستان په ګټه وباله.

د افغان ملت ګوند استازي عبدالرحیم پښتونیار چې د یادې شورا غړیتوب لري؛ نن په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل:

" د سیاسي ګوندونو او ایتلافونو د همکارۍ شورا د هېواد اساس، سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت ته په پاملرنې، د امریکې له متحده ایالاتو سره د امنیتي او دفاعي موافقت نامې لاسلیک د هېواد د مبرم اړتیاوو او ضرورتونو څخه بولي."

خو تر دې وړاندې د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې؛ افغانستان به د امنیتي تړون په اړه د امریکا فشارونو ته تسلیم نه شي.

فیضي د جمعې په ورځ رویټرز آژانس ته وویل؛ د امریکا متحده ایالات د افغانستان په حکومت کې پرځینو عناصرو فشار اچوي چې؛ امنیتی تړون لاسلیک کړي.

فیضي زیاته کړه، که چېرې واشنګټن فکر کوي چې؛ په کابل کې به ځیني عناصر جمهور رییس کرزی کوم فشار ته تسلیم کړي؛ دا بیخي غلط فکر دی او اشتباه ده. فیضي د کوم چارواکي نوم یاد نه کړ.