کونړ: د ناړۍ او اسعد آباد تر منځ د "ساو" سیمه وسله والو طالبانو بنده کړې ده

د کونړ ولایت امنیتي چارواکي دامني چې؛ د ناړۍ او مرکز اسعد آباد تر منځ د "ساو" سیمه له څلورو ورځو راهیسې وسله والو طالبانو بنده کړې ده.

د کونړ امنیه قومندان مل پاسوال عبدالحبیب سید خیل آزادي راډیو ته ویلي چې؛ دا ستونزه کله کله پیښیږي او دوی یې په وړاندې متقابله جګړه پیل کړې ده.

بل خوا د دغې سیمي خلک ویره لري چې؛ که چېرې دغه حالت دوام وکړي؛ نو د نورستان له کامدیش او برګ مټال ولسوالیو سره به یې لاره وتړل شي.

وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.